زما اودس مات شو
![]() |
یوه ورځ سحر کله چې تیاره په ورکیدو او رڼا په خورېدو وه
د ګل کاکا بانګی (چرګ) چې د توت په ونه کښې ناست وو بانګ وییل
شورو کړل..په خوا کښې یو ګیدړ تیریدو کله چې د هغه دا بانګ
ترغوږه شو "وییل راشه که تودېږې" او په دوء یی ځان د توت د ونې
خوا ته ورسوو او بانګی ته یی ووییل " هله ملا صیب ستا خو داسې
خوږ اواز دې، بانګ خو دې ورکو خو وس راکوز شه چې امامتی
راته وکې"بانګی د ګیدړ په اراده پوهه شولو چې د ګیدړ مطلب څه
دې او ګیدړ ته یې ځواب ورکو" مقتدی لږ صبر وکه زما نور مقتدیان
هم شته هۍ دې را رسی" په دې کښې د کلی سپو ته د ګیدړ د
راتګ اندازه شوې وه، په غپیدو غپیدو د توت د ونې طرف ته په منډه وو
. د ګیدړ چې د سپو غپا تر غوږ شوه نو ځان یی منډې ته جوړ کړو
او منډ ه یی شروع کړه، په منډه کښې ورته بانګی اواز ورکو
" یه مقتدی زه در کوزېږم وار وکه امامتی درته کوم" ګیدړ چې دوه پښې
خپلې او دوه پردئ کړې وې وو ییل" ملا زه درنه لاړم زما اودس مات شو"

No comments:
Post a Comment